ولسمشر اردوغان : په غزه کې د اسرائیلو د وحشت د پایته رسولو په خاطر د خپل ټول توان سره کار کوو

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو د پای ته رسولو لپاره جدي ډیپلوماټیکې هڅې کوي.

2078084
ولسمشر اردوغان : په غزه کې د اسرائیلو د وحشت د پایته رسولو په خاطر د خپل ټول توان سره کار کوو

 د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو د پای ته رسولو لپاره جدي ډیپلوماټیکې هڅې کوي.

ولسمشر اردوغان  په بوداپست کې د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

اردوغان د غزې د وروستي وضعیت په اړه وویل:

" موږ په غزه کې ژر تر ژره د اسرائیلو وحشت د  پایته رسولو په خاطر د خپل ټول توان سره کار کوو. د تورکيې په توګه، موږ له لومړۍ ورځې څخه د بيړني اوربند د رامنځته کولو او د دښمنۍ د ختمولو لپاره ژورې ديپلوماتيکې هڅې کړې دي."

اردوغان له نړيوالې ټولنې څخه د همدې مسؤوليت په غاړه اخېستنې ته په اشارې سره وويل چې يو خپلواک، او د ځمکنۍ بشپړتيا لرونکی فلسطيني دولت حتمي دی.

اردوغان د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره وویل چې تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.

موږ له پیله دا غږ کوو چې په اوکراین کې باید د ډیپلوماتیک حل لارې پر کار ټینګار وشي. په جګړه کې د ښکیلو غاړو د غوښتنې او منلو په صورت کې د تورکیې په توګه، موږ چمتو یو چې د استانبول نیمګړې پروسه بیا پیل کړو ".

اردوغان څرګنده كړه چې د دې تړونونو له لارې د توركيې او هنګري تر منځ د اړيكو د لا پياوړتيا په موخه يې له هنګري سره د سوداګرۍ ګډه كمېټه جوړه كړه.

ولسمشر اردوغان وویل "د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې، زموږ د سوداګرۍ حجم د تیر کال څخه ډیر شوی او ۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلی دی. موږ هوډ لرو چې خپل ګډ هدف ۶ میلیارد ډالرو ته لوړ کړو."

د هنګري لومړي وزیر اوربان ویلي چې دوی له اروپايي ټولنې سره د ویزې د ازادولو په برخه کې د تورکیې ملاتړ کوي.

اوربان په دې خبرې سره چې ولسمشر اردوغان د راتلونکې پېړۍ (توركيې پېړۍ) لپاره يوه ستره پروژه وړاندې كړې ده.

"راتلونکي سل کاله به ستاسو سل کلونه وي. "موږ پر دې باور درلود او له همدې امله مو دا تړونونه لاسلیک کړل."

تر دې ګډ خبري کنفرانس مخکې د تورکیې او هنګري ترمنځ ۱۶ تړونونه لاسلیک شول.



اړوند خبرونه