د ټي آر ټي د مستند فلمونو فیستیوال پلیږي

ټي آر ټي د نړیوال مستند فلمونو ایواډونه په مستحقینو ویشل کیږي

2076575
د ټي آر ټي د مستند فلمونو فیستیوال پلیږي

 ټي آر ټي د نړیوال مستند فلمونو  ایواډونه په مستحقینو ویشل کیږي.

ټي آر ټي نړیوال مستند فلمونو ایوارډونو  فیستیوال چې د ۱۴ م ځل لپاره د تورکیې د ملي راډیو او تلویزیون ادارې لخوا جوړیږي، د دسمبر د ۱۴ او ۱۷ مو نیټو ترمنځه به د ملي او نړیوالو مستند فلمونو د نندارې او په خپلو برخو کې د ماهرو میلمنو په ګډون ترسره شي.

 

په دې فستیوال کې، په ۴  کټګوریو  د نږدې ۱۰۰ هیوادونو څخه نږدې زر  فلمونو ګډون کړی ، د ۳۲ فلمونو ترمنځه به چې نهایی دور ته لار موندلې د جایزو لپاره سیالي وشي.

 

دغه فستیوال، چې د کلتور او ګرځندوی وزارت په مرسته، د  مسلکي او غیرې مسلکي مستند فلم جوړونکو د ملاتړ او د مستند فلمونو د ودې او پراختیا په موخه جوړ شوی، سږکال به د "ژورې نښې او قوي کیسې" شعار سره ترسره شي.

 

د TRT نړیوال مستند فلم ایوارډونو د ۴ ورځني مهالوېش په جریان کې ، انتخاب شوي مستند فلمونو نندارې ته وړاندې شي.

همداشان ددې فیستیوال په دوران کې به یو زیات شمیر ورکشاپونه، مسلکي غونډې او ګټور پروگرامونه جوړ شي. 

د فیستیوال په دوران کې به د ډایرکټرانو سره مرکې وشي، د سینما د متخصصو څیرو په ګډون به پینلونه، ماسټر کلاسونه جوړ شي.

پدې  فیستیوال کې به ټولې ۱۲ جایزې او د تورکیې جمهوریت د  سلمې کلیزې ځانګړې جایزه" چې په ځانګړي ډول به د دې کال لپاره ورکړل شي ، د فیستیوال ګټونکو ته ورکړ  شي . 

د فیستسوال او د سیالۍ په اړه مفصل معلومات تاسې کولی شۍ  د  "trtbelgesel.com" پتې څخه ترلاسه کرۍ. 



اړوند خبرونه