د غزې د سرطان ناروغان د درملنې په موخه تورکېې ته راوړل شول

تورکیې د یرغلګرو اسرائیلي ځواکونو لخوا د غزې د روغتونونو نه په زور سره شړل شوي د سرطان ناروغان د درملنې په موخه تورکیې ته راوستل.

2065036
د غزې د سرطان ناروغان د درملنې په موخه تورکېې ته راوړل شول

تورکیې د یرغلګرو اسرائیلي ځواکونو لخوا د غزې د روغتونونو نه په زور سره شړل شوي د سرطان ناروغان د درملنې په موخه تورکیې ته راوستل.

هغه  دوه الوتکې چې د غزې د سرطان ناروغان او د هغوی پایوازان يي انتقالول  له مصر څخه تورکیې ته راورسېدې.

الوتکو چې د مصر له العریش هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه د پلازمېنې انقرې په ایسن بوغا هوايي ډګر کې ښکته شوې.

د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا پرون په مصر کې د غزې له خلکو سره د روغتیايي مرستو او تورکیې ته د ناروغانو او زخمیانو د لیږدولو په اړه د مصري مقاماتو سره د لیدونو کتنو نه  وروسته له ځینو ناروغانو سره  یو ځای له مصر څخه انقرې ته راستون شو.

هغه ناروغان چې د اسرائیلو تر برید لاندې له غزې څخه ایستل شوي، د امبولانسونو په واسطه د العریش هوایی ډګر ته رانتقال  او وروسته د تورکیې د  ولسمشرۍ او ملي دفاع وزارت پورې اړوند الوتکو کې تورکیې ته راوستل شول.

د غزې څخه د راغلو ناروغانو درملنه به  د پلازمینې انقرې د بیلکنټ په ستر ښاري روغتون کې وشي.

د نوموړو ناروغانو د انتقال پر مهال ۹ تورکي ډاکټرانو د هغوې سره ملګرتیا کوله.

د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل، د نړیوالې روغتیا ډیپلوماسۍ او په دې برخه کې د دوی د کار په پایله کې، دوی د غزې څخه د ۲۷ ناروغان او ۱۳ تنه پایوازان تورکیې ته راوستل چې دا یو ډیر مهم ګام دی. مونږ به پدې اړه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو. هغه وویل چې تر اوسه پورې د غزې نه "هیڅ ناروغ هم د مصر له لارې د درملنې لپاره بل هیواد ته نه دی لیږل شوی. نن د لومړي ځل لپاره دا ناروغان د رفاح د  سرحدي دروازې څخه د راتیریدو نه وروسته  مستقیم تورکیې ته راوړل شول."


پيوندونه: #ناروغان , #غزه , #تورکیه

اړوند خبرونه