استانبول د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۱۳ میلیونو ۱۵۶ زره ۲۰۹ بهرنیو سیلانیانو کوربه و.
په روان کال په لومړنیو میاشتو کې څه باندې ۱۳ میلیونه تنه سیلانیان استانبول ته راغلي دي
![استانبول د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۱۳ میلیونو ۱۵۶ زره ۲۰۹ بهرنیو سیلانیانو کوربه و.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7066/43b6/46dc/64b0a68729f0a.jpg?time=1718423714)
استانبول د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۱۳ میلیونو ۱۵۶ زره ۲۰۹ بهرنیو سیلانیانو کوربه و.
د کلتور او ګرځندوی وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، په سپټمبر میاشت کې استانبول ته ۱ میلیون ۶۳۱ زره ۹۶۳ بهرني سیلانیان راغلي چې د تیر کال د ورته میاشتې په پرتله ۱ عشاریه ۵۵ سلنه زیاتوالی دی.
هغه بهرني سیلانیان چې د سپټمبر په میاشت کې یې تر ټولو زیات استانبول ته سفر کړی و، د ۱۶۸ زره ۹۲۵ کسانو په لرلو سره روسان وو.
له روسیې وروسته جرمني د ۱۱۹ زره ۶۸۱ کسانو په لرلو سره دویم، ایران د ۱۱۱ زره ۶۸۸ کسانو په لرلو سره درېیم او امریکا د ۸۷ زره ۶۷۰ کسانو په لرلو سره څلورم ځای لري.
دغه هیوادونه د ۶۴ زره ۹۸۰ کسانو په درلودلو سره انګلستان او فرانسه د ۴۶ زره ۵۴۷ کسانو په درلودلو سره ورپسې دی.
د سپټمبر په میاشت کې استانبول ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ په برخه کې د عربي هیوادونو په منځ کې عراق لومړی، سعودي عربستان دویم، الجزایر دریم او مراکش څلورم ځای لري.
تر مراکش وروسته اردن، مصر، لیبیا او کویت دی.
د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې استانبول ته د راغلو سیلانیانو شمېر ۱۳ میلیونه ۱۵۶ زره ۲۰۹ تنو ته رسیدلی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718423715)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718423715)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.