ستر جنرال متین ګوراک د تورکیې د لوی درستیز په توګه وټاکل شو.
د تورکیې نوی لوی درستیز وټاکل شو
ستر جنرال متین ګوراک د تورکیې د لوی درستیز په توګه وټاکل شو.
د تورکیې عالي عسکري شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د عالي عسکري شورا د پریکړو له مخې ستر جنرال متین ګوارک د لوی درستیز په توګه، ستر جنرال سلچوک بیرقدار د پلو ځواکونو د قومندان په توګه ، ستر جنرال جمال ضیا کادي اوغلو د هوايي ځواکونو د قومنان په توګه وټاکل شو.
همداشان د عالي عسکري شورا د پریکړو له مخې ۲۵ تنه جنرالان، ۷ تنه امیرالبحر او ۶۳ تنه ډکرولانو ترفیع په اړه پریکړه په رسمي جریده کې خپره نشر او نافذ شوه.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.