په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۹۶۰۵ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۲۸۷ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې چارې دوام لري

1945464
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۹۶۰۵ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۲۸۷ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۹۶۰۵ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۰۲۸۷ تنو لوړه شوه.

د تورکیې  ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې  د زلزولو په  نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل.

ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې وویل چې له بده مرغه پدې زلزله کې زمونږ ۲۹ زره او ۶۰۵ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۰۲۸۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د هیواد او نړۍ د څلورو ګوډونو نه  په لسګونو زره  د لټون او ژغورنې پرسونل زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

د ناورین ادارې په وینا د لومړنیو دوو سترو زلزلو نه وروسته نږدې ۲۵۰۰  زلزلو ډیر ستر ټکانونه رامنځته شوي‌ دي. همداشان په سیمه کې ټکانونه دوام لري.

د ویلو ده چې د ژغورنې ډلو د زلزلې نه پوره ۱۶۱ ساعته وروسته د چپه شوو ودانیو د خاورو او ملبو لاندې نه دوه میرمنې ژوندۍ وژغورلې .


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه