د تورکیې په لویه برخه کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په شدت شره زلزله رامنځته شوې ده

په تورکیه کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په لویوالي‌ سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده

1942142
د تورکیې په لویه برخه کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په شدت شره زلزله رامنځته شوې ده

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې نن دوشنبه د فبروري‌  ۶ مه د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو د قهرمان ماراش ، مالاتیا، ادي یمان، شانلي‌ اورفا، ادانا، کیلیس، قیصري ، هتای، دیاربکر، غازي‌انتپ او شاوخوا ولایتونو کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په لویوالي‌ سره زلزله رامنځته شوې ده .

هغه وویل چې په ډیره خواشینۍ سره باید ووایم چې پدې زلزله کې ځاني‌ تلفات رامنځته شوي‌ دي. د ژغورنې ډلې زلزله ځپلو سیمو ته روانې شوي‌ دي.

هغه وویل چې د زلزلې نه وروسته ۲۲ نور ټکانونه رامنځته شوي‌ دي. ددې ټکانونو شدت هم  د ریښتر په کچه د ۶ نه  تر ۷  پورې وو.

هغه وویل چې ددې زلزلې مرکز د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالي‌ دي او زلزله د مځکې لاندې په ۷ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه