د تورکیې په ۱۰ ولایتونه د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره زوروه زلزله رامنځته شوې ده
د تورکیې د قهرمان ماراش او شاوخوا ولایتونو کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره ډیره زوروره زلزله رامنځته شوه.
د تورکیې د قهرمان ماراش او شاوخوا ولایتونو کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره ډیره زوروره زلزله رامنځته شوه.
د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست وویل چې د هیواد په سویل ختیځه اناتولیا سیمه د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په لویوالي سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده.
د زلزلې مرکز د قهرمان ولایت د پازارجک ولسوالۍ ده. زلزله د مځکې لاندې په ۷ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو
نن دوشنبه د فبروري ۶ مه نیټه د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو او ۴ بجو او ۲۶ دقیقو دوه ډیرې سترې زلزلې رامنځته شوي دي. همداشان ددې دوو سترو زلزلو نه وروسته ۲۲ ټکانونه رامنځته شوي دي چې ددې ټکانونو شدت هم د ریښتر په کچه د ۶ او ۷ ترمنځه دی.
زلزله په قهرمان ماراش، مالاتیا، ادي یمان، شانلي اورفا، دیاربکر، هتای، عثمانیه، کیلیس او غازي انتپ په ولایتونو کې رامنځته شوې ده . همداشان زلزلې ډیر تخریبات پدې ولایتونو کې رامنځته کړي دي.
زلزلې نږدې یوه دقیقه دوام وکړ.
د ژغورنې ډلې زلزله ځپولو سیمو ته استول شوي دي. د هیواد ټول ادارات په خانګړې توګه د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره، پولیس، جاندارما ، روغتیايي پرسونل او هر څوک زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي. د ژغورنې چارې پيل شوي دي. له بده مرغه چې د ځاني تلفاتو خبر هم ورکړ شوی دی.
د مالاتیا ولایت والي خلوصي شاهین
په مالاتیا ولایت کې د زلزلې له امله ۱۴۰ ودانۍ نړېدلي او په بشپړه توګه تخریب شوي دي. تر اوسه پورې ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
شانلي اورفا ولایت
په شانلي اورفا ولایت کې د زلزلې مرکز د خلیلیه ولسوالۍ ده. پدې ولسوالۍ کې تر اوسه پورې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.
عثمانیه ولایت
په عثمانیه ولایت کې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د ۵ تنو مړي موندل شوي دي او ګڼشمیر کسان ټپیان شوي دي.
د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو مرکز
د تورکیې په ننۍ زلزله کې چې مرکز يي د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ وه او شدت يي د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ وو تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۵۴۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۲۲۱۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.