ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د  قوي‌ عزم او ارادې سره دوام ورکوي.

د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د فرات ډال عملیاتو په سیمه کې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان ته یو بل ګوزار ورکړ.

1797225

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت ویلي دي‌ چې  د ترکیې اتل او میړانه وسله وال پوځ ترهګرو ته په هیڅ ځای کې د سر اوچتولو اجازه نه ورکوي.

د ترکیې کوماندو ځواکونو د سوریې په شمال کې د فراټ ډال عملیاتو په سیمه کې  نن یو ځل بیا ۳ تنه ترهګر چې په ملکي‌ وګړو او ترکي‌ ځواکونو د برید هوډ درلود تثبت او له منځه یوړل.

د ترکیې وسله وال پوځ په سیمه کې د امنیت او استقرار په خاطر هر ډول تدابیر نیولي‌ او نیولو ته دوام ورکوي.

ترکیې کوماندو ځواکونو تیره ورځ‌ هم پدې سیمه کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې ۸ تنه ترهګر چې په ملکي‌ او بې ګناه انسانانو او ترکي سرتیرو يي د برید هوډ درلود تثبت او له منځه یوړل.

همداشان نن يي یو ځل بیا درې تنه نور ترهګر چې  د ورانکارانه فعالیتونو لپاره يي چمتوالی نیولی وو تثبت او له منځه یوړل. ترهګر مخکې ددینه چې خپلې شومې موخې ته ورسیږي‌ له منځه یوړل شول.

اړوند خبرونه