د ترکیې اتلو ځواکونو په سوریه کې ۸ تنه ترهګر له منځه یوړل
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې د پي کاکا ترهګرې ډلې ۸ تنه غړي چې په عامه خلکو او ترکي ځواکونو د برید هوډ درلود له منځه یوړل.
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې د پي کاکا ترهګرې ډلې ۸ تنه غړي چې په عامه خلکو او ترکي ځواکونو د برید هوډ درلود له منځه یوړل.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې زمونږ اتلو وسله والو ځواکونو د سوریې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې ۸ تنه ترهګر چې پر ملکي وګړو او ترکي ځواکونو د برید پلان جوړ کړی وو او برید په حال کې وو تثبت او له منځه یوړل.
په بیان کې راغلي دي چې تثبت شوي ترهګر د ترکیې د کوماندو ځواکوو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کط له منځه یوړل شول.
د ترکیې کوماندو ځواکونو نوموړي ترهګر مخکې ددینه چې خپل شوم هدف ته ورسیږي له منځه یوړل.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲۴ مه نيټه او د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲۹ مه نيټه د سوریې په شمال کې د عزیز او الباب په سیمو کې د ترهګرو پر خلاف دوه جلا جلا پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې دا سیمې د ترهګرو نه تصفیه او د سیمې اصلي اوسیدونکو ته يي وسپارلې.
ترهګرو اوس وخت نا وخته ددې سیمو د امنیت د خرابولو په خاطر د ورانکارانه بریدونو هڅه کوي.