د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران د مخامخ لیدنې په موخه ترکیې ته راغلل
د ټولې نړۍ سترګې د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د روسېې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته اوښتي دي.
د ټولې نړۍ سترګې د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د روسېې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته اوښتي دي.
د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران به سبا د انتالیا په ولایت کې سره مخامخ لیدنه وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا سبا پنجشنبه د مارچ په ۱۰ نیټه په انتالیا ولایت کې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه نن چار شنبه د مارچ ۹ مه نيټه ترکیې ته راغلل.
پداسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځه نښته دوام لري ترکیه د یوې ډیرې مهمې غونډې کوربه توب کوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا سبا پنجشنبه د مارچ لسمه د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم په چوکاټ کې مخامخ لیدنه کوي.
پدې لیدنه کې به د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو هم ګډون وکړي.
د ویلو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د پيلیدو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو د جګپوړو مقاماتو ترمنځه مخامخ لیدنه کیږي.
د روسیې او اوکراین بهرنیو چارو وزیران او ورسره راغلي هیئت به د غونډې نه پرته د یو بل سره مخامخ هم نشي. دواړو وزیرانو لپاره جلا جلا هوټلونه ریزرف شوي دي.
د روسیې ، اوکراین او ترکیې په ګډون د درې اړخیزې غونډې ساعت معلوم شو.
په انقره کې د اوکراین سفارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي اټکل کیږي چې د اوکراین، روسیې او ترکیې په ګډون درې اړخیزه غونډه به سبا پنجشنبه د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو جوړه شي.
د غونډې نه وروسته به د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر جلا خبري غونډه کې ګډون وکړي او د غونډې په اړه به رسنیو ته معلومات ورکړي.
د یادولو وړ ده چې د روسیې ، اوکراین د بهرنیو چارو د وزیرانو د مهمې غونډې نه یوه ورځ وروسته د مارچ په ۱۱ مه نیټه د جمعې په ورځ د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم پيل شي.
د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شي. تمه کیږي چې د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې نږدې ۳۰۰۰ تنه ګډون وکړي.
د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې د ۱۹ هیوادونو د دولت او حکومت مشران، د ۷۳ هیوادونو وزیران او ۴۲ نړۍوال سازمانونو او تشکیلاتو استازي ګډون وکړي.