د ترکیې هلو ځلو بالاخره نتیجه ورکړه.

د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران به د ترکیې د انتالیا دیپلوماسۍ فورم په چوکاټ کې سره لیدنه وکړي.

1791444
د ترکیې هلو ځلو بالاخره نتیجه ورکړه.

د ترکیې هلو ځلو بالاخره نتیجه ورکړه. د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران به د ترکیې د انتالیا د فورم په چوکاټ کې سره لیدنه وکړي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د مارچ په لسمه نیټه به د انتالیا په ولایت کې د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون درې اړخیزه لیدنه وکړي.

 

د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون سره په مرکه کې پوښتنې ځواب کړې.

هغه د اوکراین او روسیې ترمنځه روانې جګړې د پایته رسولو په خاطر د ولسمشر رجب طیب اردوغان او خپلو  دوامداره هلو ځلو او ډیپلوماسۍ ټرافیک ته په اشارې سره وویل چې ترکیه به د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې د پایته رسولو او تل پاتې اوربند د ټینګښت په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکړي.

 

هغه وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د پیلیدو نه مخکې د روسیې او اوکراین د بهرنی چارو وزیرانو سره خبرې کړې وې او د مارچ په ۱۱ مه نیټه د درې ورځو لپاره جوړیدونکې د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې د ګډون  او درې اړخیزې غونډې وړاندیز کړی وو چې دواړو خواوو مثبت ځواب ورکړی وو.

 

د جګړې د پیلیدو نه وروسته هم مونږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ او د دواړو خواوو د یو ځای کولو په خاطر مو ډیر زیات کار وکړ.

 

ولسمشر اردوغان هم تیره ورځ‌ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې ددې مسئلې نه یادونه وکړه  او بالاخره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاروف  د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې د ګډون پریکړه وکړه. همداشان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره هم چمتوالی وښود.

په عینې ډول سره د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دمیتری کولبا هم پدې غونډه کې د ګډون په خاطر چمتوالی وښود.

 

په ځانګړې توګه دواړو خواوو پدې لیدنه کې زما د ګډون غوښتنه وکړه. یعنې د درې اړخیزې غونډې غوښتنه يي‌ وکړه.

 

انشاالله چې د مارچ په لسمه نیټه به دا درې اړخیزه غونډه په انتالیا ولایت کې ترسره کړو. همداشان تمه لرو چې دا لیدنه ددوې ترمنځه د یو نوي‌ پيل وسیله وګرځي.

همداشان د سولې او استقرار په خاطر دا غونډه یو ډير مهم ګام دی.

 

هغه وویل چې د روانې جګړې د هر څه ژر درولو او تل پاتې اوربند او سولې د ټینګښت په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوو.

 

د بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف د روسیې تاس خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ترمنځه په ټیلیفوني‌ خبرو کې په انتالیا کې د روسیې ، اوکراین او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د درې اړخیزې غونډې پر ترسره کولو په توافق رسیدلي‌ دي.



اړوند خبرونه