ترکیې د اوکراین نه خپل ۸۰۵۰ تنه وګړي په ډیره خوندي توګه تخلیه کړل او د تخلیې عملیات دوام لري
ترکیې په اوکراین کې ایسار شوي خپل ډیری وګړي په خوندي توګه تخلیه کړي او پاتې به هم تخلیه کړي
![ترکیې د اوکراین نه خپل ۸۰۵۰ تنه وګړي په ډیره خوندي توګه تخلیه کړل او د تخلیې عملیات دوام لري](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1eeb/eb1c/74de/62039ff25edea.jpg?time=1718555725)
ترکیې د اوکراین نه خپل ۸۰۵۰ تنه وګړي په ډیره خوندي توګه تخلیه کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ، وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله په اوکراین کې بند پاتو ترکي وګړو نه مو تر اوسه پورې ۸۰۵۰ تنه په ډیره خوندي توګه تخلیه کړي دي او دا لړۍ په ډیره ښه توګه دوام لري.
هغه وویل چې په اوکراین د روسیې د یرغل نه مخکې زمونږ د خبرداریو په نتیجه کې نږدې ۵۰۰۰ تنه د ترکیې وګړي ددې هیواد نه وتلي وو .
په اوکراین کې زمونږ نږدې ۲۰۰۰۰ تنه هیوادوالو شتون درلود. د ټولو هغه هیوادوالو چې وغواړي د اوکراین نه ووځي هغه تخلیه کوو. د تخلیې چارې په ډیره خوندي توګه پرمخ روانې دي.
انشاالله چې ټول هیوادوالو به په ډیره خوندي توګه تخلیه کړو.
همداشان هغه وویل د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل ټولې نړۍ ته ټکان ورکړی دی. روسیې د اوکراین په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ او پلازمینې کیف پورې بریدونه کړي او دا بریدونه دوام لري.
نن ورځ د اوکراین په ختیځ کې ډیری ښارونه د محاصرې لاندې قرار لري.
چاووش اوغلو وویل چې روسیې په ډیره کمه موده کې د اوکراین د لویو ښارونو د نیولو پلان درلود خو د سخت مقامت سره مخامخ شو. نن ورځ جګړه کوڅه په کوڅه دوام لري.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718555725)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718555725)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.