ترکیې د چین پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې د چین نیوکو ته ډیر سخت ځواب ووایه

1726251
ترکیې د چین پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

 

په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې دایمي‌ استازي فریدون سنیرلي‌ اوغلو په ملګروملتونو کې د چین د دایمي‌ استازي‌ د مرستیال لخوا پر ترکیې په سوریه کې بشر‌ي حقونو حقوق رعایت کړۍ غږ کولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

فریدون سنیرلي‌ د چین په ځواب کې وویل  "  د هغه چا نه د  نړۍوالو حقونو حقوق او بشري‌ حقونه د خپو لاندې کوي‌ درس اخیستو ته اړتیا نلرو. "

په ملګروملتونو سازمان کې د چین د دایمي‌ استازي‌ مرستیال جینګ شوانګ  د ملګروملتونو  سازمان د امنیت په شورا  کې  د سوریې په اړه په جوړې شوې ځانګړې غونډه کې  په سوریه کې د فرات سیند د اوبو د کچې د کمیدو او الوک د اوبو د تاسیساتو د اوبو د جریان د پرې کولو پړه پر ترکیې واچوله. همداشان هغه ترکیه د سوریې شمال ختیځه سیمه په اشغال تورن کړ.

فریدون سنیرلي‌ د چین په ځواب کې وویل  "  د هغه چا نه د  نړۍوالو حقونو حقوق او بشري‌ حقونه د خپو لاندې کوي‌ درس اخیستو ته اړتیا نلرو. "

هغه وویل چې د الوک د اوبو د تاسیساتو ستونزې ته د ملګروملتونو سازمان د عمومي‌ سکرتر په راپور کې ځای ورکړ شوی دی. د پي کاکا ترهګري‌ سازمان څانګې وای پي‌ جي‌ او پي‌ وای ډي  ددې مسئلې نه د اسد رژیم پر وړاندې د لاسته راوړنې په توګه استفاده کوي.

هغه وویل چې په سیمه کې د ټولو بې ثباتیو او ناامنیو یواځنی لامل د پي کاکا ترهګری سازمان او د هغوې څانګې دي. د نوموړو د کنټرول لاندې د سیمو نه پر ملکي‌ وګړو او ترکیې باندې بریدونه کیږي. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي‌ ترهګرو تیره اونۍ په عفرین کې په برید کې ۶ تنه  ملکي ‌‌وګړي‌  ووژل.

چین پداسې حال کې پر ترکیې نیوکه کوي‌ چې لنډه موده مخکې د ترکیې په ګډون د نړۍ ۴۳ هیوادونو د ګډې اعلامیې په خپرولو سره د چین د حکومت نه د اویغور مسلمانانو حقونو او خودمختارۍ ته د درناوي‌ کولو غوښتنه وکړه.


پيوندونه: #غبرګون , #چین , #ترکیه

اړوند خبرونه