د افغانستان په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

ولسمشر اردوغان : افغانستان سره هر ډول مرستې ته چمتو یو

1699227
د افغانستان په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د افغانستان سره په ډیرې چټکۍ سره د ځان د راټولو  او ثبات د ټینګښت په خاطر هر ډول  مرستې ته چمتو یو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بوسنیا هرزګوینا او مونتي‌ نیګرو د سفر نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان د افغانستان د روان وضعیت او حالاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، ددې هیواد وضعیت او روان پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوو.

ولسمشر اردوغان وویل " یوه خبره باید سپینه وکړو ، دا چې طالبان څه ډول دولت جوړوي‌ او د دولت د ادارې په لاره کې د هغوې دریځ او چلند څه دی، ددې خبرې به ټول په ګډه شاهدي‌ وکړو. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي‌ ترکیې د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې د افغانستان زیربناګانو او سربناګانو په جوړښت او د کدرونو په روزنه کې هر ډول مرسته کړې ده .

مونږ د ترکیې په توګه وایو چې افغانستان باید په ډیره چټکه توګه ځان راټول کړي‌ او ثبات پکې ټینګ شي. ځکه چې  افغان ملت ددې دروند بار د انتقال توان نلري. مونږ د افغانستان د یووالي‌، اتحاد او اتفاق په خاطر هر ډول مرستې ته چمتو یو. کافي‌ ده چې د افغانستان له لورې په اړه د غوڅو او کوټلو ګامونو د اوچتولو شاهدي‌ وکړو."

ولسمشر اردوغان وویل چې په افغانستان کې د ترکیې د سفارت کارکوونکو د تیرو دوو اونیو راهیسې خپلې چارې د کابل د حامد کرزي‌ هوايي ډګر کې پر مخ وړلې خو اوس زمونږ د سفارت پرسونل او ډیپلوماټان بیرته سفارت ودانۍ ته ستانه شوي‌ دي او خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې دم ګړۍ زمونږ پلان پدې هیواد کې خپلو ډیپلوماتیکو فعالیتونو او موجودیت ته د دوام ورکول دي. د هر ډول احتمالونو په اړه بدیل پلانونه مو هم حاضر دي. پدې هیواد کې د پرسونل امنیت زمونږ د چارو په لومړیتوب کې قرار لري.



اړوند خبرونه