په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۹۳۲۰ مثتبې پيښې ثبت شوي‌ دي

1694162
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې د اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د ۲۱۰ تنو نه اوړي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۹۲ زره او ۵۳۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۹۳۲۰ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۵۳۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۸۷ میلیونه ۱۹۵ زره او ۵۷۴ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه