په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۲۸۸ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1668374
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۷۷۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۵ زره او ۵۳۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۲۸۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۱۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۷۰۶   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۶۱ میلیونه   ۱۲  زره او ۵۱۲  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۰ میلیونه ۷۵۳ زره او ۴۸۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه