د ترکیې د سیرت په ولایت کې د ناقانونه کډوالو د موټر نه پر امنیتي‌ ځواکونو ډزې شوي‌ دي

د ترکیې د سیرت ولایت د پروري‌ په ولسوالۍ کې د یو موټر نه چې ناقانونه کډوال يي انتقالول پر امنیتي‌ ځواکونو ډزې شوي‌ دي.

1665493
د ترکیې د سیرت په ولایت کې د ناقانونه کډوالو د موټر نه پر امنیتي‌ ځواکونو ډزې شوي‌ دي

 

د سیرت ولایت د والي‌ دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تیر شپه په ۱۲ بجو او ۲۲ دقیقو د پروري‌ په ولسوالۍ کې د یو شکمن موټر په اړه پولیسو ته او ژاندارم ځواکونو ته راپور ورکړ شو.

د راپور نه وروسته د پروري‌ ولسوالۍ د ژاندارم ځواکونو سمدلاسه په لاره کې د کنټرول نقطه جوړه کړه.

موټر د کنټرول نقطې ته د رارسیدو سره د امنیتي‌ ځواکونو اخطارونو په ځواب کې پر امنیتي‌ ځواکونو ډزې وکړې.

امنیتي‌ ځواکونو هم په متقابلو ډزو لاس پورې کړ.

ویل کیږي پدې موټر کې د افغانستان او پاکستان وګړي‌ ۸۴ تنو ناقانونه کډوالو شتون درلود.

پدې ډزو کې لږ تر لږه ۲ تنو ناقانونه کډوالو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

ټپي‌ شوي‌ کډوال د پروري‌ ولسوالۍ دولتي‌ روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.

د پیښې نه وروسته د موټر چلوونکي‌ او ځیني‌ ناقانونه کډوال په تیښته بریالي‌ شو خو د موټر چلوونکی د پولیسو لخوا ونیول شو.

د تښتیدولو کډوالو د نیولو په خاطر هم عملیات دوام لري.

د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.

په پيښه کې د وژل شوو ناقانونه کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه