په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۰۱۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7fbc/5dbb/f381/60b908a34d3ae.jpg?time=1718388137)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۸۷۲۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۱۴ زره او ۹۵۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۰۱۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۹۵۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۵۷ میلیونه ۴ زره او ۴۹۹ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۳ میلیونه ۷۵۳ زره او ۲۲۱ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718388137)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718388137)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.