د مې نهمه د اروپايي ټولنې د ورځې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترکیې د مرستې پرته  اروپايي ټولنه په قوي‌ توګه خپل موجودیت ته دوام ورکولی نشي. دا یوه ښکاره خبره ده.

1636901
د مې نهمه د اروپايي ټولنې د ورځې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام

 

ولسمشر اردوغان د مې نهمه د اروپا د ورځې په مناسبت پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ چې ترکیه د اروپايي ټولنې د سولې، استقرار او هوساینې په رامنځته کولو کې ډیر مهم رول لري. پدې وروستیو کې د کډوالو بحران، اسلام دښمنۍ، بهرنیانو سره دښمني او تبعیض، مالي‌ ستونزې، د ټولنې نه د انګلستان جلا کیدل او نوي‌ ډول کرونا ویروس په څیر د یو زیات شمیر نورې ستونزې هغه ستونزې دي‌ چې اروپايي ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې اروپايي ټولنه یو نوي‌ شعار ته اړتیا لري. ټولنه ځینو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

ټولنه په نړۍ کې په یو ډیر مهم او نړۍوال اکټور د بدلولو پر مخکې ځیني‌ خنډونه شتون لري‌ چې ستراتیژیک صبر او د یو هر اړخیزو او قوي‌ لیدلوري‌ نه شتون ددې خنډونو په سر کې قرار لري.

ټولنه باید د هر څه نه مخکې تصامیمو میکانیزم کې اصلاحات راولي. ټولنه یوې نوی اداري‌ ساختار، نوي‌ لید لوري او یو هر اړخیز شعار ته چې هر سړی پکې ځان وویني‌ اړتیا لري.

د همدې مقصد په خاطر نن پیل شوی د اروپا د راتلوونکي‌ کنفرانس  یو ډیر پر ځای کنفرانس دی خو له بده مرغه چې دې کنفرانس ته د ټولنې غړیتوب ته نوماند هیوادونو ته بلنه نه ورکول د اوس خپله تنګ نظري ټولو ته ښکاره کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د تاریخي‌ ، بشري‌ او جغرافیوي‌ پلوه ترکیه  د اروپا یوه نه بیلدونکې پارچه ده. د ټولنې د ستونزو د حل او د اغیزمنتیا د لوړولو په مسئله کې تل مهم رول لوبولی دی او نن هم مهم رول لوبولو ته چمتو دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې د مرستې او ملاتړ پرته د یوې قوي‌ اروپايي ټولنې دوام ناممکنه دی. پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي.

خو له بده مرغه چې ددې ټولو سره سره د اروپايي ټولنې د پوره غړیتوب په خاطر د ترکیې سره شوي‌ ژمنې هیڅوخت پر ځای شوي‌ ندي او  د ترکیې د پوره غړیتوب پر وړاندې تل خنډونه رامنځته شوي‌ دي.

د ټولنې بعضو غړیو هیوادونو د ترکیې سره خپلې ستونزې له بده مرغه چې د ټولنې دهلیزونو ته انتقال کړي‌ . د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه اړیکې اسیر نیولي‌ دي. دې هیوادونو د نړۍوالو تهدیدونو په مقابل کې د ټولنې د مبارزې ظرفیت ضعیفه کړی دی.

ددې په هیله چې ټولنه د ترکیې سره د متقابل درناوي  او اعتماد پر بڼسټ ولاړ د معتدل او ستراتيژیک یو لید لوري‌ سره اړیکو ته دوام ورکړي .

ولسمشر اردوغان دې خبرې‌ په ټینګار ویلي دي‌ چې ترکیه د ټولو خنډونو، دوه ګوني‌ چلند او تبعیض سره سره د خپل ستراتيژیک هدف اروپايي ټولنې د پوره غړیتوب د ترلاسه کولو په خاطر د پوره عزم او قوي‌ ارادې سره هلو ځلو او کار کولو ته دوام ورکوي.

په اروپايي ټولنه کې د ترکیې غړیتوب  به  چې د خپل هیواد ترڅنګ د ټولې سیمې د خلکو لپاره د امیدونو او هیلو سرچینه ده  په نړۍواله کچه د ټولنې اغیزمنتیا لا قوي‌ او د ټولنې‌ د ودې او پرمختیا لار به پرانیزي.

د اروپايي ټولنې د ورځې په وسیله زمونږ غوښتنه داده چې اروپا هر څه ژر ددې کور کورانه ستراتیژۍ او چلند نه وژغورل شي. د مې نهمه د اروپايي ټولنې د ورځې له امله په سر کې د ترکیې او بیا د اروپايي ټولنې ټولو وګړو ته مبارکي‌ وایم.



اړوند خبرونه