په انقره کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو
ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د تش په نامه د نسل وژنې د کلمې د کارولو په غبرګون کې په انقره کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښته.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه د څرګندونو نه وروسته په انقره کې د امریکا سفیر داوید سترفیلډ د ماښام په ساعتونو کې د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښته.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدات اونال د امریکا سفیر حضور ته قبول کړ. هغه پدې لیدنه کې د ترکیې ډیر سخت غبرګون د امریکا سفیر ته وړاندې کړ.
ترکیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د امریکا سفیر ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې هیڅډول تاریخي او حقوقي بڼسټ نلري او ترکیه يي په کلکه توګه ردوي. ترکیه د بایدن څرګندونې په کامله توګه ردوي او په ډیره کلکه توګه يي غندي.
د امریکا سفیر ته ویل شوي دي چې د بایدن څرګندونې سره ددې چې هیڅډول حقوقي حکم نلري ددې ترڅنګ يي ترک ملت ډیر سخته صدمه رسولې او دوه اړخیزو اړیکو ته داسې زیان رسولی چې جبران يي ډیر ګران دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.