د ترکیې د موغلا ولایت د دالامان په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول.
په موغلا ولایت کې ۱۶ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول
![د ترکیې د موغلا ولایت د دالامان په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d147/40cb/5f90/5ee0be8d5b7d7.jpg?time=1718402349)
د ساحلي ګارد قومندانۍ د معلوماتو له مخې د موغلا ولایت د دالامان په ولسوالۍ کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله او د سمندر په منځ کې د تخنیکي ستونزې له امله د مخ په ډوبیدو وه وژغورله.
ساحلي ګارد قومندانۍ د نوموړې پيښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.
د ژغورنې ډلو د ډوبیدو په حال کې په کښتۍ کې سپاره ۱۶ تنه کډوال له مرګه وژغورل . کډوال د ساحلي ګارد ځواکونو په کښتیو کې وچې ته راوویستل شول .
نوموړي کډوال د ژغورل کیدو نه وروسته د موغلا ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718402349)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718402349)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.