ترکیې کوماندو ځواکونو په سوریه کې ۲۰ تنه ترهګر له منځه یوړل

ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ته ډیر ستر ګوزار ورکړ

1553202
ترکیې کوماندو ځواکونو په سوریه کې ۲۰ تنه ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو ډلو ۲۰ تنه ترهګر له منځه وړي دي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " زمونږ اتلو کوماندو ځواکونو په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو ډلو ۲۰ تنه غړي چې د ورانکارانه فعالیتونو او سیمې د سولې او استقرار د لمنځه وړو په خاطر سیمې ته د نفوذ کولو هڅه کوله له منځه وړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې دا نوموړو ترهګر په سیمه کې د بې پيلوټه الوتکو سره د روانو کشفي څیړونو په ترڅ کې کشف  او وروسته يي د توپخانې په بریدونو کې له منځه یوړل.

همداشان وروسته سیمې ته کوماندو ځواکونو ته واستول شول او پاتې ترهګر يي له منځه یوړل .

په ترسره شوو عملیاتو کې جمعآ ۲۰ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي."



اړوند خبرونه