په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۸۱۰۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1551547
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۹۱۱۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۹۵زره او ۶۷۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۸۱۰۲ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۹۸۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره یو میلیون ۹۳۵ زره او  ۲۹۲ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۴۸۰۵    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۳  میلیونه  ۲۲۵ زره او ۸۳۷  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه