په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۴۴۰ زرو نه واوښته

1531997
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۲۲۱۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۲  زره او ۲۱۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۵۵۳۲ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۴۴۰  زره  ۸۰۵ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۳۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۷۰ زره او   ۸۲۵ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۴۱۲۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۷  میلیونه  ۹۰ زره او   ۱۰۱ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه