ترکیې د استرالیايي سرتیرو لخوا په افغانستان کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیې په افغانستان کې د استرالیايي سرتیرو لخوا د ۳۹ تنو بې ګناه ملکي وګړو د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن ددې پیښې د ډیر سخت غبرګون په ښودلو سره وویل ، په اصل کې مدرن بربریت دا دی.
د استرالیا حکومت د نوموړې مسئلې په اړه د ترسره کړو څیړونو نه وروسته د نوموړي هیواد د وسله والو ځواکونو سرمفتش د دفتر لخوا په جوړ شوي راپور کې ویلي دي چې استرالیايي سرتیرو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځه په افغانستان کې ۳۹ تنه بې وسلې ملکي وګړي د نیولو نه وروسته وژلي دي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د نوموړې پیښې او بې ګناه ملکي وګړو د وژنو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل ، دا په ښکاره توګه مدرن بربریت دی.
استرالیا پوځ خپلو بې تجربو سرتیرو ته انسان وژنې د ښودلو په خاطر په افغانستان کې ۳۹ تنه زندانیان په قصدي ډول وژلي دي. دا خبره ښکاره ده.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د اذربایجان د ولسمشر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی وو لیدنه وکړه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان روسیې ته لاړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د BRICS په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ