تورکیه د امریکا نه د شل میلیاردو ډالرو په ارزښت اف ۱۶ جنګي الوتکې پیري
د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې تورکیې د F-16 جنګي الوتکو د پیرلو وړاندیز او تایید لیک لاسلیک کړ.
2149974
![تورکیه د امریکا نه د شل میلیاردو ډالرو په ارزښت اف ۱۶ جنګي الوتکې پیري](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a093/14ce/d378/6662bb10b48ec.jpg?time=1722043487)
د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې تورکیې د F-16 جنګي الوتکو د پیرلو وړاندیز او تایید لیک لاسلیک کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل "تورکیې د F-16 جنګي الوتکو د پیرودلو لپاره د وړاندیز او منلو لیک لاسلیک کړ. دا پلور د ناټو سره د ګډو عملیاتو وړتیا د لوړولو په برخه کې پانګه اچونه ده او د امریکا، تورکیې او د ناټو اتحاد د امنیتي ګټو ملاتړ کوي."
د دې پروسې په چوکاټ کې، تورکیه په پام کې لري چې د امریکا څخه ۴۰ نوې F-16 بلاک ۷۰ جنګي الوتکې او د موجوده الوتکو د عصري کولو لپاره ۷۹ F-16 عصري کټونه واخلي.
د جنورۍ په میاشت کې، د امریکا ادارې اعلان وکړ چې دوی په تورکیې د شل میلیاردو ډالرو په ارزښت د F-16 جنګي الوتکو پلور منظور کړ، او ولسمشر جو بایډن د کانګرس څخه وغوښتل چې د پلور تصویب کړي.