په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۳۳۵ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۸۳۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۹ زره او ۳۰۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۵۰۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۵ زره ۵۳۳ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۴ زره او ۳۵۷ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۲۱۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۱ میلیونه ۶۱۵ زره او ۷۱۵ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.