په انقره کې دوه ریل ګاډو سره ټکر کړی
د انقرې د قلعه جک په ولسوالۍ کې دوه ریل ګاډي سره جنګیدلي دي
1506494
د ترکیې په پلازمینه انقره کې د ریل ګاډي په پيښه کې لږ تر لږه دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
دا پيښه د انقرې د قلعه جک ولسوالۍ ته کړې رامنځته شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د قلعه جک – قرق قلعه په لاره کې په شپږ کیلومترۍ کې دوو باروړونکی ریل ګاډو د یو بل سره مخامخ وجنګیدل چې په نتیجه کې ځینې واګونونه د ریل پټلۍ نه خارج شوې.
پدې پيښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.