په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۸۶ زرو نه واوښته

1488630
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۸۹۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۷ زره او  ۷۰۲    تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۵۱۲    تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۸۶ زره ۴۵۵    ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱۹   تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۵۵  زره او ۴۰۷  تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۲۰۹   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۸  میلیونه  ۲۱۲  زره ۹۲۴    ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه