ترکیې په توره بحیره کې د ګازو ستره زیرمه وموندله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د خلکو سره د کړې ژمنې سره سم نن زیری اعلان کړ.

1477048
ترکیې په توره بحیره کې د ګازو ستره زیرمه وموندله

 

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې په توره بحیره کې د ګازو د پلټون د چارو په ترڅ کې تر ټولو ستره زیرمه وموندله . انشاالله چې ددې سره به هیواد د ګازو په برخه کې په ځان بسیا شي.

ترکیې په توره بحیره کې د انرژۍ د پلټون چارو په ترڅ کې د ۳۲۰ میلیاردو متر مکعبو په ظرفیت سره زیرمه موندلې ده . ولسمشر اردوغان وویل چې د اوږدو کلونو راهیسې مو په هیواد کې د انرژۍ د پلټنون چارې پر مخ وړې چې بالاخره خپل هدف ته ورسیدو.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا کشف په اصل کې په سیمه کې د یوې ډیرې سترې برخې یوه کوچنۍ پارچه ده. انشاالله چې ددېنه ډیرې سترې سترې زیرمې به وموندل شي.

هغه زیاته کړه چې انرژي‌ د ودې او پراختیا اصلي‌ فکتور دی او ددې ترڅنګ د خپلواکۍ د تاسیس په برخه کې هم د ځانګړې اهمیت نه برښمنده مسئله ده.

نن ورځ په ختیځه مدیترانه کې د ټولو ستونزو سرچینه د انرژۍ مسئله ده. هغه وویل چې مونږ د هیواد د انرژۍ مسئله او د ريښې د حلولو پوره نیت او اراده لرو. د انرژۍ په برخه کې د صادرونکي‌ هیواد کچې ته د رارسیدو پورې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان په ختیځه مدیترانه کې د یونان لخوا په یو پلوه توګه د هایدروکاربن پلټون فعالیتونو ته په اشارې سره وویل « اروپايي ټولنې یونان ډیر زیات ونازو او وروسته يي د ترکیې پر لورې راخوشې کړ. خو په اصل کې ټولنه ددې دوه مخې چلند سره خپل ارزښتونه د خپو لاندې کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د فاتح په نامه د انرژۍ د پلټون کښتۍ د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۰ مه نیټه د تونا یو د ګازو د کويي کې د ۳۲۰ میلیاردو متر مکعب په ظرفیت سره ګاز موندلي دي. 

همداشان تمه لرو چې یو بل زیری او ښه خبر د ختیځې مدیترانې نه هم ترلاسه کړو. ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله چې ددې سره به په خپلو خپو ودریږو او په خپل ځان به بسیا شو. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ترکیې هیڅکله هم د نورو حق ، مال او شتمنیو ته سترګې خښې کړي‌ ندي‌ خو بل چا ته به هم د ترکیې د حق د خوړولو اجازه ورنکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله چې دا ګاز به تر ۲۰۲۳ کاله پورې هیوادوالو کورونو ته ورسو. تر ۲۰۲۳ کاله به ددې ګازو نه په استفادې پيل وکړو.



اړوند خبرونه