په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره د ۲۳۰ زرو نه واوښته

1465290
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۶۹۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۶ زره او  ۴۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۸۲ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۰ زره او ۸۷۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۴ زره او ۵۳۵ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۵۸۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۸۰۰ زره ۸۲۳ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه