په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پیښو شمیره ۲۲۸ زرو ته قابو شوه

1463570
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له  امله  ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۶۴۵ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۷ زره او  ۴۱۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۶۳ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۷ زره او ۹۸۲ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۱ زره او ۵۶۱ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۸۰ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۰۳ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۶۶۵ زره ۳۸۳ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه