ولکان بوزکر د کلونو تجربې سره د ملګروملتونو سازمان ته راځي
د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال : د ملګروملتونو د عمومي اجلاس نوی مشر ولکان بوزکر د تجربې خاوند دی او د تجربو نه به يي نور هم مستفید شي
![ولکان بوزکر د کلونو تجربې سره د ملګروملتونو سازمان ته راځي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4986/ab7b/afb0/5ef1c077338b7.jpg?time=1718518439)
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال نیخیل سیټ وویل چې د ملګروملتونو د ۷۵ یم عمومي اجلاس د رئیس په توګه ټاکل شوی ولکان بوزکر به ملګروملتونو سازمان ته د ځان سره د لسګونو کلونو ډیپلوماتیکي تجربې هم راوړي.
د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال د یاد شوي سازمان د ۷۵ یم عمومي اجلاس د مشر په توګه ټاکل شوي د ولکان بوزکر په اړه ارزونې وکړې.
هغه وویل چې لوی سفیر ولکان بوزکر د ملګروملتونو د سازمان لپاره د ډیر مهم یو کال د عمومي اجلاس مشري په غاړه اخلي.
هغه دلته د ځان سره د لسګونو کلونو ډیپلوماتیک تجربې سره راځي او باید د ملګروملتونو د سازمان د ټولو غړیو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.
هغه وویل چې د هیوادونو لپاره اعتماد د هر وخت په څیر د پرمختګ لپاره ډیر مهم ګام دی.
هغه زیاته کړه چې لوی سفیر ولکان بوزکر یواځې د حکومتونو سره نه بلکې د ځوانانو ، اکاډمي ګانو، ښځو ، ځايي خلکو، زړو او معیوبینو سره هم اړیکو جوړولو ته اړتیا لري.
هغه د ترکیې لخوا په میلیونونو تنو کډوالو ته د پناه ورکولو نه هم یادونه وکړه.
هغه وویل چې لکه څرنګه چې پوهیږۍ سوري کډوالو چې کله ترکیې او نورو هیوادونو ته پناه یوړه یو څه اندازه ذخیره يي لرله خو د وخت په تیریدو سره دا پيسې خلاصې شوې خو د ترکیې په څیر د قوي سیستم او حکومت خاوند هیواد ددې کډوالو ټولې اړتیاوې پوره کړي او په ډیره قوي توګه نن هم ترینه ملاتړ کوي.
ترکیه د کډوالو نه د ملاتړ او مرستې په برخه کې په نړۍ کې نمونه د مثال یو هیواد دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718518439)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718518439)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.