ولسمشر اردوغان د قطر د امیر سره لیدنه وکړه
شیخ تمیم : د عربانو او ترکیې ګډ میراث د سیمې د استقرار او ودې سره مهمه مرسته کړې
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني وویل چې عربانو او ترکیې ترمنځه ګډ میراث د سیمې د استقرار او پرمختګ په لاره کې ډیره مهمه همکاري رامنځته کړې ده.
ال ثاني دا څرګندونې قطر ته د ولسمشر اردوغان د سفر نه وروسته د ټویټر پاڼې له لارې وکړې.
هغه قطر ته د ولسمشر اردوغان د سفر له امله د قطر او ترکیې د خلکو ترمنځه ژورو اړیکو ته په اشارې سره ویلي دي چې " د عربانو او ترکیې ترمنځه ګډ کولتوري میراث او جغرافیوي نږدې والي د سیمې د استقرار او ودې په لاره کې مهمې همکارۍ رامنځته کړي دي. د بشریت د پرمختګ سره يي د پام وړ مرسته کړې ده .
د ویلو ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د پیلیدو راهیسې خپل لومړنی بهرنی سفر تیره ورځ قطر ته وکړ.
د قطر رسمي خبري اژانس ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د خپل دې سفر په ترڅ کې د قطر د امیر د لیبیا، فلسطین، سوریې او یمن په ګډون د سیمې پر مهمو پرمختګونو خبرې وکړې او د دواړو هیوادونو اړوند د یو زیات شمیر نړۍوالو مسایلو په اړه د یو بل سره نظریات شریک کړی شول.
همداشان پدې لیدنه کې دواړو مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځه په هره برخه کې اړیکې لا لوړې کچې ته د رسولو په اهمیت ټینګار وکړ او په خانګړې توګه د اقتصادي، تجاري، پانګه اچونې، انرژۍ او دفاعي برخو کې د ګډو ګټو د لا ودې په خاطر په مسئلو غور او بحث وشو.
ولسمشر اردوغان په قطر کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو د پایته رسولو نه وروسته تیره شپه بیرته هیواد ته راستون شو.