د ترکیې ولسمشر د یونان د لومړي وزیر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د لومړي وزیر  کریاکوس میچوتاکیس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

1444342
د ترکیې ولسمشر د یونان د لومړي وزیر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د یونان د لومړي‌ وزیر په ټیلیفوني خبرو کې د ګرځندوی، امنیت او اقتصادي  مسایلو کې د همکارۍ سربیره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

همداشان دواړو مشرانو  د نوي‌ ډول کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې په همکارۍ او د دواړو هیوادونو ترمنځه د ارتباطاتو د کانالونو د پرانیستو ساتلو په مسئلې سره توافق وکړ.


پيوندونه: #یونان , #ترکیه

اړوند خبرونه