په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ کې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۵۰ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۱۷۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۵ زره او۱۴۱ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۱۱۵۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۵۰ زره او ۵۹۳ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون نه خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۱۱۵۷۷ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۹۰۳ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۴۶۳ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره یو میلیون ۶۵۰زره او ۱۳۵ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزیر وویل د ناروغانو نه ۷۰ سلنه ښه شوي دي او د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم د پام وړ راټیټه شوې ده .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.