د مور د ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې لسمه په ترکیه کې د مور د ورځې‌ په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

1414164
د مور د ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام

 

ولسمشر اردوغان د مور د ورځې په مناسبت په خپور کړي‌ پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې " زمونږ د ټولو لپاره د شفقت  کور او د  مینې او محبت  ډاډمند بندر زمونږ میندې  چې پدې باور یو چې  د قدمنو لاندې جنت دی   زمونږ لپاره د سر تاج دي."

ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده چې د راتلوونکو نسلونو د روزولو په برخه کې تر ټولو د ستر مسئولیت خاوندانې ، د فداکارۍ، سرښندونو ، بې پایه مینې او محبت  په برخه کې نمونه د مثال میندو ده د مور د ورځ له امله مبارکي‌ وایم.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌  چې د مور حق هیڅ وخت  اداء کولای نشو،  ددې سره سره  زمونږ د ماشومانو او ځوانانو چې  زمونږ راتلوونکی دوی ته امانت دی احساسات، تفکر او کرکټر په شکل ورکولو کې مهم رول په غاړه لري. میندې د بې مطلبه مینې ، صبر او فداکارۍ په برخه کې د ټولې ټولنې لپاره نمونه د مثال دي.  

میندې چې د خپلو اولادونو په خاطر هر ډول مشکلات زغمي او د بې پایه مرحمت او شفقت سره يي زمونږ لارې روښانه کړي‌ دي‌ د هغوې د اړتیا او توقعاتو د پوره کولو، د خوښیو، رفاح  او د ژوند د کچې د لوړولو په خاطر يي مونږ پرته  د ځنډه شپه او ورځ کار کوو.

زمونږ د استقبال ، اتحاد ، اتفاق  او یووالي‌ اصلي‌ معمارانو میندو ته د مور د ورځ له امله مبارک وایو. همداشان ټولو هغه میندو ته چې ددې فاني‌ دنیا نه يي رحلت کړی دی د رحمت او مغفرت  غوښتنه کوو.



اړوند خبرونه