په استانبول کې پر پولیسو وسله وال برید شوی.
د استانبول په مرکز بې اوغلو کې پر پولیسو وسله وال برید شوی
![په استانبول کې پر پولیسو وسله وال برید شوی.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3127/ad7b/b53a/5e92db4e12315.png?time=1718580787)
د استانبول د بې اوغلو ولسوالۍ د پياله پاشاه په جاده کې پر پولیسو وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.
د برید نه وروسته د پیښې ځای ته یو زیات شمیر امبولانسونه او پولیس واستول شول . ټپي پولیس په امبولانس کې نږدې روغتون ته انتقال کړی شو.
پولیسو د برید کوونکي د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي وو چې برید کوونکی ټپي ونیو.
پولیسو د برید کوونکي د هویت په اړه څه ندي ویلي.
ویل کیږي برید کوونکی چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی وو ژوند يي د لاسه ورکړی دی. د پولیسو روغتیايي حالت ښه دی.
ویل کیږي د برید لامل هم نامعلوم دی. د برید په اړه څیړنې پيل شوي دي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718580787)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718580787)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.