د پلازمینې انقرې او استانبول په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې د دوو ورځو لپاره ګرځبند اعلان شو

په ترکیه کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ د تدابیرو په چوکاټ کې حکومت په ۳۱ لویو ولایتونو کې د دوه ورځو لپاره په ګرځیدو بندیز ولګول شو.

1395764
د پلازمینې انقرې او استانبول په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې د دوو ورځو لپاره ګرځبند اعلان شو

 

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت  د ماسخوتن په ساعتونو کې د هیواد پلازمینې انقرې، استانبول، ایزمیر او انتالیا په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې د اپریل د لسمې نیټې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره د اپریل د ۱۲ مې نیټې د شپې د ۱۲ بجو پورې په ګرځیدو بندیز اعلان کړ.

کورنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د بندیز پر مهال به  درملتونونه، ډوډۍ تنورونه،روغتونونه، امنیتي‌ ادارې ، د پوست مرکزونه او یو زیات شمیر نور اړتیا وړ ادارې پرانیستې وي.

همداشان کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې د بندیز نه سرغړونکو ته به په ۳۹۲ ترکي لیرو نقدي‌ جزا محکوم کړی شي.


پيوندونه: #ګرځبند , #بندیز , #ترکیه

اړوند خبرونه