په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۰۶ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمیره ۴۷۰۲۹ ته لوړه شوه

1395668
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۰۶  تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۸ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۱۰۰۶  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۳۰۸۶۴ تنو شکمنو کسانو ته  د کرونا ویروس معاینه شوې  ده چې په ۴۷۴۷ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې‌ په ویروس اخته کسانو شمیره ۴۷۰۲۹ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې ۱۶۶۷ تنه ناروغان د عاجل مراقبت لاندې قرار لري. همداشان ۱۰۶۲ تنو ناروغانو ته د تنفس ماشینونونه لګول شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په ویروس د اخته شوو کسانو نه ۲۴۲۳ تنه روغ شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي.



اړوند خبرونه