په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۹ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶۱ تنه نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي

1385073
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۹ تنو ته لوړه شوه

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۵۹  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونونو په ۵۶۱ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۲۴۳۳ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۳۵  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې په ۵۶۱ تنو کې  کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

هغه وویل چې  شمیرې ، تلفاتو درد  اندیښنه بیانولی نشي . د صفر خطر سره باید د ژوند کولو هڅه وکړو. تدبیر مونږ د ژوند سره تړلي.



اړوند خبرونه