اردوغان : اروپا هم باید د کډوالو یو اندازه بار په اوږو کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کډوالو په مسئله کې په اروپا یو ځل بیا ډیرې سختې نیوکې وکړې.

1370129
اردوغان : اروپا هم باید د کډوالو یو اندازه بار په اوږو کړي

 

ولسمشر اردوغان په اروپايي هیوادونو چې د کډوالو په مسئله کې يي د هر ډول مرستې نه ډډه کوله  په غبرګون وویل " یو څه موده مخکې ورته خبرداری ورکړی وو چې د کډوالو پر مخ دروازې پرانیزو خو هغه خیال هم  رانوړو. خو کله چې مو دروازې پرانیستې اوس د تیلیفون پسې تیلیفون راځي. اوس دا ټیلیفونونه ګټه نکوي. تاسې هم باید د کډوالو لږ بار په اوږدو واخلۍ."

ولسمشر اردوغان د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې  د ترکیې د سوداګریزو خونو لخوا جوړه شوې د ملکي ټولنو د استازو په غونډه کې ګډون وکړ.

هغه دلته په خپله وینا کې چې " د ترکیې تر ټولو ستر طاقت او قوت په یووالي، ورورولۍ، یو موټي والي او همغږۍ کی دی."

هغه وویل چې هغه برخو ته چې غوښتل يي ترکیه د ترهګرو سازمانونو پر مټ محاصره کړي، د قاتل رژیمونو سره چې زمونږ ښارونو ته يي سترګې پټې کړي دي مونږ تهدید کړي   او اقتصادي دسیسي رامنځته کړي هیڅکله هم اجازه ورنکړي.

هغه  د کډوالو مسئله کې په اروپايی هیوادونو چې د ترکیې سره د هر ډول مرستې نه ډډه کوله په غبرګون کې وویل " کله چې مونږ د کډوالو پر مخ د اروپا دروازې پرانیستې اوس سر په سر تیلیفونونه کوي چې دروازې وتړۍ. خو دا خبره ختمه شوې ده . اوس دا دروازې پرانیستل شوي دي بیرته نه تړل کیږي. اوس باید تاسې هم  د کډوالو د برخې نه خپل نصیب واخلۍ. "

ولسمشر اردوغان وویل چې د راتلوونکې پنجشنبې پر ورځ د مارچ په پنځمه نیټه د روسیې د ولسمشر پوتین سره د لیدنې په خاطر مسکو ته سفر کوي. هلته به د سوریې پر روانو پرمختګونو خبرې وکړو. ددې په هیله چې  د اوربند  په خاطر په ډیرې چټکۍ سره  اقدام او ګامونه اوچت کړي او دا مسئله همدلته پایته ورسیږي. یوه مثبته نتیجه ترینه ترلاسه کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې وسله وال پوځ  په سوریه کې د اسد رژیم بریدونو ته  ډیر سخت ځواب ورکړی دی او ورکولو ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  تیره اونۍ  د اسد قاتل رژیم په هوايي برید کې زمونږ  یو زیات شمیر بچي  او اتل سرتیري په شهادت ورسیدل. د هر اتل سرتیري په غچ کې مو په لسګونو تنه د اسد عناصر له منځه وړي دي. د جنګي الوتکو نه يي نیولې تر په لسګونو ټانکونو  او توغندیو سیستمونو پورې مو ورته له منځه وړي دي. د اسد رژیم  په ترکي سرتیرو د هوايي برید ډیر سخت بدل پرې کوي  . زمونږ هیله او امید دادی چې  هر څه ژر دا مسئله نهايي شي او مخکې ددینه چې لا زیاتې وینې تویې شي حل شي. ددې په خاطر په جګړې په ډګر کې  د مبارزې سربیره  د ډیپلوماتیکو کانالونو له لارې هم  د خپل وس او توانه پورې هڅه کوو.   



اړوند خبرونه