عمر چیلیک : ترکیه نور اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي توان نلري

ترکیې د کډوالو پر مخ د اروپا دروازې پرانیستې

1368063
عمر چیلیک : ترکیه نور اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي توان نلري

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل چې ترکیه نور اروپا ته  د تلوونکو کډوالو د مخنیوي توان نلري.

هغه  د سوریې د ادلب په سیمه کې د اسد رژیم لخوا په ترکي ځواکونو د خاین برید نه وروسته دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې د کډوالو په اړه د ترکیې په سیاستونو کې کوم بدلون ندی راغلی. ترکیه ددینه وروسته اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي توان نلري.

 ترکیه  به ددینه وروسته  د لسګونو زرو تنو د  ادلب د کډوالو چې د اسد رژیم د بریدونو له امله  ترکیې پلونو ته  راغلي دي  اروپا ته د تیریدو مخه ونه نیسي. د ترکیې مځکنیو پوله ساتو او سمندري  پوله ساتو ځواکونو ته  پدې اړه لازم  هدایت شوی دی.

ترکیه نور د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي توان نلري.


پيوندونه: #کډوال , #ترکیه

اړوند خبرونه