ترکېې د ایران پر مخ خپلې خپلې ټولې سرحدۍ دروازې وتړلې.
ترکیې په ایران کې د کرونا ویروس د خوریدو له امله د نوموړي هیواد پر مخ خپلې سرحدي دروازې وتړلې
ایران ته د نوي ډول کرونا ویروس د خوریدو او پدې هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ګن شمیر کسانو د وژل کیدو نه وروسته ترکیې د تدابیرو په چوکاټ کې د ایران پر مخ خپلې ټولې سرحدي دروازې وتړلې.
ترکیه د مځکې له لارې ایرانیانو او نورو بهرنیانو ته د راننوتو اجازه نه ورکوي.
همداشان ترکیه د تیرې شپې د ۸ بجو نه په اعتبار سره د ایران نه ترکیې ته په الوتنو بندیز ولګو. هغه بهرني وګړي چې د ایران له ترکیې ته راځي هم ترکیې ته ورته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.
د ترکیې نه ایران ته د ایراني وګړو په تګ کوم بندیز شتون نلري. په ترکیه کې میشت ایرانیان کولی شي چې پرته د کومې ستونزې ایران ته لاړ شي.
د ویلو ده چې د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو په چوکاټ کې عراق او افغانستان هم د ایران پر مخ خپلې سرحدي دروازې وتړلې.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.