ترکیه  نیولي داعشي فرانسویان  خپل هیواد ته  استوي.

دا خبره د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویل وکړه.

1314111
ترکیه  نیولي داعشي فرانسویان  خپل هیواد ته  استوي.

 

هغه وویل چې  د داعش ترهګرې ډلې  ۱۱ تنه  فرانسوي غړي  به  د دسمبر د میاشتې په لومړیو شپو او ورځو کې  فرانسې ته  واستو.

هغه دا څرګندونې  په ایزمیر ولایت کې  د ایژې سیمې د کډوالۍ، امنیت او ټولنیز مطابقت تر نامه لاندې په جور شوي ورکشاپ وکړه.

هغه وویل چې  تر اوسه پورې  ۳۷۰ زره تنه سوري کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. هغه وویل چې " کیدای شي چې دا شمیره  د ځینو لپاره  کافي نوي خو مهمه  ددې لړۍ  پیل دی. د بله پلوه  ترکیه  د غیرې قانوني کډوالۍ د جدي فشار لاندې قرار لري او دا فشار د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو  دی.

په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې په ترکیه کې د کډوالو شمیره ۱۷۵ زره  او ۱۷۶ زره وه، په ۲۰۱۸ کال کې بیا دا شمیره  ۲۶۸ زرو تنو ته  لوړه شوه . د تیرې جمعې په ورځ  دا رقم  ۴۰۵ زرو تنو ته  لوړ شوی دی  چې اوسمهال د ۴۲۰ او ۴۳۰ زرو تنو ترمنځه  دي.

هغه وویل چې  ددې سربیره  ترکیې نیولي داعشي جنګیالي بیرته خپلو خپلو هیوادونو ته  استوي. پدې چوکاټ کې به ۱۱ تنه فرانسوي وګړي  د دسمبر د میاشتې په لومړنیو شپو ورځو کې خپل هیواد ته واستول شي. "



اړوند خبرونه