د امریکا پر خلاف د ولسمشر اردوغان ډیر سخت غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو لخوا خپور شوي  د ۲۰۱۸ کال د ترهګرۍ اړوند د راپور په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1300334
د امریکا پر خلاف د ولسمشر اردوغان ډیر سخت غبرګون

 

د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ  د وزیرانو د شورا غونډې نه وروسته  د ولسمشرۍ ماڼۍ  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور شوي  د ۲۰۱۸ کال د ترهګرۍ راپور په اړه بیان خپور کړ.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې راپور کې  په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګو وای پ جي  او پ وای ډي  او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه په هیڅډول  ذکر  نه کیدل  د دوه ګونۍ معیار  تر ټولو ښکاره  نمونه دی.

دا خبره په ښکاره توګه د یو بام او دوه هوا  د چلند  بیانګر  دی.

امریکا  متحده ایالتونه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په  منطق  او سبب  د نړۍ په څلورو ګوټونو کې فعالیت کوي   خو ددې راپور د خپرولو نه وروسته  د ترهګرۍ په مسئله کې  هیچا ته د څه ویلو لپاره مخ نلري.

یو ځل بیا غواړو چې ددې خبرې په ټینګار ووایو هغه برخې چې  د ترهګرو ډلو او سازمانونو سره  اوږه په اوږه  او لاس په لاس حرکت  او همکاري کوي  خامخا  به د همدې  نسټونو د مارانو لخوا چیچل کیږي.

په بیان کې راغلي دي چې  ترکیه  د ۱۹۸۴ میلادي کال  نه  راپدیخوا په دومداره  توګه  د ترهګرۍ پر وړاندې  مبارزه کوي . ترکیه لومړی  د اسالا ترهګري سازمان  په ګډون د یو زیات شمیر نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو سره مبارزه کړې ده  او  ددې ترهګرو ډلو  د بریدونو لاندې راغلی دی.

په نړۍ کې  د ترکیې په څیر  د ترهګرۍ نه اغیزمن شوی  او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  پدې کچه  بریالیتوب  ترلاسه کوونکي  ډیر کم  هیوادونه شتون لري.

ترکیه  لکه څرنګه چې د پ ک ک او داعش ترهګرو ډلو پر خلاف مبارزه کوي  همداشان  د پ وای ډي او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو په ګډون  د ټولو ترهګرو سازمانونو پر خلاف به  قوي  مبارزې ته دوام وکړي.

 



اړوند خبرونه