د سوریې په عملیاتو کې یو تن سرتیری په شهادت وسید

ترهګرو یو ځل بیا په ترکیه کې په ملکي میشتو سیمو د هاوان مرمیو برید کړی دی.

1288355
د سوریې په عملیاتو کې یو تن سرتیری په شهادت وسید

د ترکیې لخوا په خپلو سویلي پولو کې د ترهګرو د دولت د جوړولو د مخنیوي  او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د پیل شوو سولې چینې په نامه د پوځي عملیاتو په لړ کې  یو تن  سرتیری په شهادت ورسید.

دا خبره د ترکیې د ملي دفاع وزارت وکړه. د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  ترهګرو د منبج  نه  د ترسره کړي برید په نتیجه کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید.

پدې ډول  د اکتوبر په نهمه  د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کې دا دریم  سرتیری دی چې په شهادت رسیږي.

د بله پلوه  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې  وای پ جي  تر اشغال لاندې د سیمې نه د ترکیې د ماردین ولایت د قزل تپې په ولسوالۍ  کې په ملکي استوګنځایونو د هاوان  برید کړی دی.

پدې برید کې دوو تنو ملکي وګړو  ژوند د لاسه ورکړ  او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پیښې ټپیان  د ماردین ولایت  د قزل ټپې ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.

ډاکټرانو  د ټپیانو حالت د ډاډ وړ بللی  دی.


پيوندونه: #برید , #پ ک ک , #ترکیه , #ترهګر

اړوند خبرونه