ترکیې د هیواد دننه د ترهګرو پر خلاف پراخه عملیات پیل کړل

ترکیې امنیتي ځواکونو  ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د هیواد په دریو ولایتونو کې  د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف پراخه تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

1255805
ترکیې د هیواد دننه د ترهګرو پر خلاف پراخه عملیات پیل کړل

 

د ترکیې  د ژاندارم، پولیسو، ملي امنیت او پوځ  لخوا  پیل شوي دا عملیات  د هیواد د ژاندارم  د عمومي قومندان  ستر جنرال عارف چتین  په مشرۍ  دوام لري.

دا عملیات  د وان، حقاري او شرناق په ولایتونو کې پیل شوي دي. د ترکیې د ژاندارم ځواکونو عمومي قومندان ستر جنرال عارف چتین  د وان ولایت د ګورپنار د ولسوالۍ د بولګورلو د غره په سیمه کې د عملیاتو نه لیدنه وکړه.

هغه  دلته وویل چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په امر  پيل شوي دا عملیات به سیمه په کامله توګه د ترهګرو نه د پاکولو  پورې به دوام وکړي.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونه  د ترهګرو  ریښو ته  داخل شوي دي  او هر څه ژر به يي  وچې کړي.

هغه وویل چې  پدې سیمو کې ټولې غرنیزې سیمې  د ترهګرو نه په بشپړه توګه  تصفیه شوي دي  او پاتې  سیمې به هم  په کامله توګه  تصفیه کړو..

دا سیمه به په بشپړه توګه د ترهګرو نه  پاکه کړو.


پيوندونه: #عملیات , #پ ک ک , #ترکیه

اړوند خبرونه