اردوغان : ترکیه خپلواکه او مستقل هیواد دی، هیچاته به زمونږ په داخلي چارو کې د مداخلې حق ورنکړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  ترکیه  یو خپلواکه  او مستقل هیواد  دی  او هیڅوک د ترکیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د پیریدو نه  د لاس په سر کولو غوښتنه کولی نشي.

1179518
اردوغان : ترکیه خپلواکه او مستقل هیواد دی، هیچاته به زمونږ په داخلي چارو کې د مداخلې حق ورنکړو

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې پرون  د غرمې په ساعتونو کې  روسیې ته سفر کړی وو  هلته  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  په ګډه د ترکیې او روسیې ترمنځه په عالي کچه  د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په اتمه غونډه کې  ګډون وکړ. دا غونډه  د دواړو مشرانو په مشرۍ  جوړه شوه.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو  د غونډې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته خبریالانو ته وویل چې  د پدې لیدنه کې مو  یو ځل بیا  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د سوریې په  شمال  کې به  جوړیدونکې  ساختار ته چې    زمونږ  د هیواد امنیت  او سوریې ارضي تمامیت او مځکنۍ بشپړتیا ته  جدي ګواښ  مخامخ کړي  اجازه ورنکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د روسیې سره  په همغږۍ کې  د ترکیې د ملي امنیت تهدیدونکي  ترهګرې ډلې به  د سوریې په خاوره کې له منځه یوسو. پدې اړه  کلکه  اراده  شتون لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په سوریه کې د اساسي قانون  کمیټه به په نږدې وختونو کې په فعالیت پيل وکړي  . پدې مسئلې مو ټینګار وکړ.

پدې لیدنه کې  مو د سوریې او سیمې د مسئلو په اړه خبرې وکړې. د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په مسئلې مو خبرې وکړې. د ادلب  او شاوخوا په مسئلو مو خبرې وکړې.

په راتلوونکي کې  په ګډه توګه په اوچتوونکو ګامونو مو غور وکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې  روسیه  د ترکیې لپاره  د سوداګرۍ په برخه کې  دریم  ستر شریک  هیواد دی. همداشان  د انرژۍ په برخه کې  د ترکیې او روسیې  اړیکې  د دواړو هیوادونو  د اقتصادي اړیکو مهم اساس جوړوي.

ولسمشر اردوغان د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو اړوند د واشنګټن  د نیوکو او  غبرګون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « دا چې  دا مسئله  څوک ناراحته کوي او یا نه دا زمونږ لپاره  مهمه نده. مونږ  یو داسې هیواد  یو  چې  استقلال او حاکمیت پرته د قید او شرط نه د ملت  پورې اړوند  دی.

مونږ  هیڅوخت  چاته  ددې اجازه  نشو ورکولای  چې  زمونږ  خپلواکي  او استقلالیت تر سوال لاندې راولي. که چیرې  داسې  کار وکړو  پس  نه ملت  کیدی شو او نه هم  دولت. د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د مسئلې په اړه زمونږ  لاره او دریځ  معلوم دی. خپله لاره مو پخپله  انتخاب کړې ده . پدې اړه مو لازم ګامونه اوچت کړي دي. دا مسئله سرته رسیدلې ده . پدې پړاو کې که چیرې څوک  پاسیږي  او زمونږ نه  ددې سیستم  نه د لاس په سر کیدو غوښتنه کوي  دا ددې په معنا ده  چې مونږ يي په کافي توګه پيژندلي نه یو. کله چې مونږ  د چا سره  تړون لاسلیک کړو  هغه  خبره  زمونږ  لپاره  نوره  د کاڼي کرښه ده. دا زمونږ  مسلم حق  دی. هیڅوک  ددې حق نلري چې مونږ د خپل دې مسلم حق نه لاس په سر کړي. »   



اړوند خبرونه